دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 290329
په هرات کې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو د راټولولو لپاره کمېټه جوړه شوه
د هرات ولایت د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د دغه ولایت له سیلاب ځپلو سره د مرستو د راټولولو په موخه یوه کمېټه جوړه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - د هرات د والي مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي له ټولو سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې له زیانمنو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې همکاري وکړي او ویې ویل چې د مرستو د راټولولو لپاره باید کمیټې جوړې شي.
 
دغه راز د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس محمد يونس غازيزاده وويل: په دې برخه کې به سوداګر او صنعتکاران له ولايتي چارواکو سره همکاري وکړي او د مرستو په راټولولو کې به هڅې وکړي.

له بلې خوا د هرات د صنايعو او سوداګرۍ رييس مولوي بشير محمد سيرت وايي، چې راټولې شوې مرستې به د څلور اړخيز پلاوي تر څارنې لاندې زيانمنو ته ورسوي.

په همدې حال کې په بغلان، غور او تخار ولایتونو کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdcauwnuo49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته