افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ښاروالۍ ریاست چارواکو د عامه حساب ورکونې په غونډه کې وویل چې دغه ریاست په ۱۴۰۲ کال کې ١٧٥ ميليونه ٩١٠ زره ٩٨٦ افغانۍ افغانۍ عواید درلودل چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله اته سلنه زیات شوي دي.
دوی دغه راز په تېر کال کې د دې رياست د ٨٠ سلنه بوديجې د لګولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې د ښاروالۍ رياست په ١٤٠٢ کال کې ټولټال ١٧٥ ميليونه ٩١٠ زره ٩٨٦ افغانۍ عوايد راټول کړي وو. د غزني ښاروالۍ په ۱۴۰۱ کال کې ۱۶۲ میلیونه ۹۵۷ زره ۹۷۹ افغانۍ عواید درلودل.
په ورته وخت کې د غزني والي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین د ولس خدمت ته ژمن دي او زیاته یې کړه چې موږ د خپلو خلکو د ژوند، مال او اولاد د ساتنې په موخه په خدمت کې یو، څو په اسانۍ سره خپل کاروبار ترسره کړي.
د پراختيايي لګښتونو په برخه کې د دغه رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه رياست په ١٣٠١ لمريز کال کې د څو کلونو لپاره په دې ولايت کې د پروژو د پلي کولو توان لري.