کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېر کال په اوږدو کې په غزني ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو پلي شوي

19 ثور 1403 ساعت 14:13

د غزني ولایت د ښاروالۍ مسوولینو تېر کال د دغه ریاست د بودیجې د ۸۰ سلنه لګښت د ۳۰ پروژو د پلي کېدو او د دغه ریاست د بودیجې د مصرف اعلان وکړ.


آوا - کابل: د غزني ښاروالۍ ریاست چارواکو د عامه حساب ورکونې په غونډه کې وویل چې دغه ریاست په ۱۴۰۲ کال کې ١٧٥ ميليونه ٩١٠ زره ٩٨٦ افغانۍ افغانۍ عواید درلودل چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله اته سلنه زیات شوي دي.

دوی دغه راز په تېر کال کې د دې رياست د ٨٠ سلنه بوديجې د لګولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې د ښاروالۍ رياست په ١٤٠٢ کال کې ټولټال ١٧٥ ميليونه ٩١٠ زره ٩٨٦ افغانۍ عوايد راټول کړي وو. د غزني ښاروالۍ په ۱۴۰۱ کال کې ۱۶۲ میلیونه ۹۵۷ زره ۹۷۹ افغانۍ عواید درلودل.
 
په ورته وخت کې د غزني والي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین د ولس خدمت ته ژمن دي او زیاته یې کړه چې موږ د خپلو خلکو د ژوند، مال او اولاد د ساتنې په موخه په خدمت کې یو، څو په اسانۍ سره خپل کاروبار ترسره کړي.

د پراختيايي لګښتونو په برخه کې د دغه رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه رياست په ١٣٠١ لمريز کال کې د څو کلونو لپاره په دې ولايت کې د پروژو د پلي کولو توان لري.


د مطلب کود: 290064

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290064/د-تېر-کال-په-اوږدو-کې-غزني-ښار-۳۰-پرمختیايي-پروژو-پلي-شوي

آوا
  https://www.avapress.com