په غزې تړانګې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۹۰۴ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت وایی، اسرائیلو په تیرو ۲۴ ساعتونو کی په غزه کی ۶۰ فلسطینیان شهیدان کړی او ۱۱۰ تنه نور یی ټپیان کړی دی. دغه راز د دغه وزارت د اعلامیې له مخې پر غزې د اسرائیلو د تیریو د قربانیانو شمیر ۳۴۹۰۴ تنه شهیدان او ۷۸۵۱۴ نور ټپیان شوي دي.