افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تاتارستان د نفتو او ګازو د پروسس شرکتونو یو شمېر سوداګرو او استازو د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره وکتل.
په دې کتنه کې د تاتارستان سوداګرو وويل چې اوس مهال په افغانستان کې د امنيت په تامينولو سره د پانګونې لپاره مناسب زمينه برابره شوې او د دوى شرکتونه په پام کې لري چې د افغانستان د نفتو او ګازو د زيرمو د سروې، اکتشاف او استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې شیخ شهاب الدین دلاور د دغو سوداګرو د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې له دوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت لخوا په هیواد کې د بهرنیو پانګوالو او امنیت د تامین لپاره د ملاتړ پروګرامونو په ترتیب سره په افغانستان کې پانګونې ته د بهرنیو هیوادونو د سوداګرو او پانګوالو لېوالتیا د پام وړ لوړه شوې ده.