دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 290107
آغا خان بنسټ په هیواد کې دننه د سرطان ناروغانو ته د درملنې زمینه برابر کړئ
د آغا خان بنسټ له اجرایوي رییس نجم الدین نجم سره په لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له هغه وغوښتل، چې د نورو خدمتي فعالیتونو ترڅنګ په هېواد کې د سرطان ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې نجم الدین نجم د دغه بنسټ د فعالیتونو او همکاریو جزئیات شریک کړل. 
 
  نجم زياته کړه، چې د اغاخان بنسټ په همکارۍ په طبي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوى دى.
 
  په دې کتنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د دغه بنسټ د خدمتونو، همکاریو او اوسنیو فعالیتونو د قدردانۍ په ترڅ کې سپارښتنه وکړه چې دغه بنسټ دې د افغانستان د خلکو د هوساینې په خاطر خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم پراخ کړي، په ځانګړې توګه د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره یو ځانګړی سکتور فعال کړي ترڅو د ناروغانو درملنه په هیواد کې ترسره شي.
https://avapress.com/vdce778wfjh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته