افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د دوو جلا جلا غونډو په ترڅ کې وکتل.
مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي د تعلیم او تربیې په نورو برخو کې د هیواد لرو پرتو سیمو ته هم پراختیا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد يو شمېر لرې پرتو ولايتونه پلازمېنې ته د نږدې ولايتونو په پرتله د ستونزمنو ترانسپورتي لارو له امله له کافي ښوونيزو اسانتياوو او وسايلو بې برخې دي.