افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې دغې ټولنې د قطر د سرې میاشتې له ټولنې سره د ۱۶۹ ماشومانو د زړه د ناروغۍ د درملنې په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، دغه تفاهم ليک د قطر د سرې مياشتې د پراختيايي او نړيوالو مرستو د څانګې د مشر محمد صالح ابراهيم او د افغان سرې مياشتې ټولنې د مشر مولوي مطيع الحق مخلص ترمنځ لاسليک شو.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې امکانات نشته او بې وزلي کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې توان نه لري، نو د افغان سرې مياشتې ټولنه يو شمېر دغه ماشومان د درملنې لپاره بهر ته استوي.