کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر لخوا د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو درملنه

30 ثور 1403 ساعت 11:12

د افغان سرې میاشتې ټولنې د دې ټولنې او د قطر د سرې میاشتې تر منځ د یوه تفاهم لیک د لاسلیک اعلان وکړ، چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د زړه په سوري ناروغۍ اخته ۱۶۹ ماشومانو درملنه وشي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې دغې ټولنې د قطر د سرې میاشتې له ټولنې سره د ۱۶۹ ماشومانو د زړه د ناروغۍ د درملنې په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، دغه تفاهم ليک د قطر د سرې مياشتې د پراختيايي او نړيوالو مرستو د څانګې د مشر محمد صالح ابراهيم او د افغان سرې مياشتې ټولنې د مشر مولوي مطيع الحق مخلص ترمنځ لاسليک شو.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې امکانات نشته او بې وزلي کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې توان نه لري، نو د افغان سرې مياشتې ټولنه يو شمېر دغه ماشومان د درملنې لپاره بهر ته استوي.


د مطلب کود: 290592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290592/د-قطر-لخوا-زړه-سوري-په-ناروغۍ-اخته-۱۶۹-ماشومانو-درملنه

آوا
  https://www.avapress.com