افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست عراق ته د دغې جوپه د لېږلو په مراسمو کې له هېواده بهر د سیروم د صادراتو پیل د اقتصادی ودې لپاره یو مثبت ګام وباله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د یکشنبې په ورځ د ثور په ۱۶مه بهرنیو هېوادونو ته د سیروم د صادراتو د پیل په مراسمو کې وویل: افغانان باید د خپل هېواد د آبادۍ لپاره هوډ ولري.
خيرخواه زياته کړه: په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د امريکا تر بنديزونو لاندې دى، ملي سرمايه يې بنده ده او د بانکدارۍ سيستم ته يې ستونزې پيدا کړې دي، خو له دې سره سره افغانستان په دې وتوانېد چې په بېلابېلو برخو کې د سيمې له هېوادونو سره خپلې اړيکې ټينګې کړي. ی
هغه څرګنده کړه: هغه فرصت چې د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره برابر شوی په تېرو ۴۵ کلونو کې نه و، ځکه نن په ټول هېواد کې بشپړ امنیت دی او یو پیاوړی مرکزي حکومت چې موخه یې د هېواد او خلکو خدمت دی، رامنځته شوی دی.
خيرخواه زياته کړه: د هېواد پرمختګ او اقتصادي وده د خلکو په يووالي او امنيت پورې تړلې ده، له همدې امله زموږ خلک بايد تل په يووالي سره له خپل نظام څخه ملاتړ وکړي.
خيرخواه له ټولو کورنيو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د هېواد د ابادۍ په صورت کې دې په هېواد کې پانګونه وکړي او خپله پانګه بهر ته نه لېږدوي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ: د سیروم صادرول د هیواد په اقتصادي وده کې یو مثبت ګام دی او اسلامي امارت به په دې برخه کې نور ګامونه هم پورته کړي.