افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې بورډ د کندهار- سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ د پروژې لومړنۍ سروې ترسره کړې ده.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د کندهار – سپين بولدک د اورګاډي پروژه ٩٦ کيلومتره اوږدوالى لري، چې د کندهار ښار د دغه ولايت له سپين بولدک ولسوالۍ سره نښلوي.
کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اورګاډي پټلۍ غځول به د سوداګرۍ راکړه ورکړه زیاته کړي.