کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار – سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ د لومړنۍ سروې کار پیل شو

17 ثور 1403 ساعت 14:06

د اوسپنې پټلۍ رياست د دغه رياست د تخنيکي بورډ او د کندهار ولايت د سيمه ييزو مسوولينو له خوا د کندهار – سپين بولدک د اورګاډي پټلۍ د پروژې لومړنۍ سروې اعلان کړه.


آوا - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې بورډ د کندهار- سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ د پروژې لومړنۍ سروې ترسره کړې ده.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د کندهار – سپين بولدک د اورګاډي پروژه ٩٦ کيلومتره اوږدوالى لري، چې د کندهار ښار د دغه ولايت له سپين بولدک ولسوالۍ سره نښلوي.

کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اورګاډي پټلۍ غځول به د سوداګرۍ راکړه ورکړه زیاته کړي.


د مطلب کود: 289937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289937/د-کندهار-سپین-بولدک-اورګاډي-پټلۍ-لومړنۍ-سروې-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com