افغان غږ خبری آژانس: رسنیو د کندهار ولایت د کرنې ریاست د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې سږ کال له دغه ولایت څخه ۲۰۰۰ کیلو ګرامه شات متحده عربی اماراتو ته صادر شوی دی.
د هغه په وينا، تېر کال په کندهار کې ٥٠ زره کيلوګرامه شات راټول شوي او کورنيو او بهرنيو بازارونو ته يې پلورلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ډېرى ولايتونه د مچيو د پالنې ډګرونه لري.