د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال به له دغه ولايت څخه متحده عربي اماراتو ته دوه زره کيلوګرامه شات صادر کړي.
له کندهار ولایت څخه متحده عربي اماراتو ته دوه زره کیلو ګرامه شات صادر شول
20 ثور 1403 ساعت 9:53
د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال به له دغه ولايت څخه متحده عربي اماراتو ته دوه زره کيلوګرامه شات صادر کړي.
آوا: رسنیو د کندهار ولایت د کرنې ریاست د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې سږ کال له دغه ولایت څخه ۲۰۰۰ کیلو ګرامه شات متحده عربی اماراتو ته صادر شوی دی.
د هغه په وينا، تېر کال په کندهار کې ٥٠ زره کيلوګرامه شات راټول شوي او کورنيو او بهرنيو بازارونو ته يې پلورلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ډېرى ولايتونه د مچيو د پالنې ډګرونه لري.
د مطلب کود: 290081