د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو له دوی سره له همغږۍ پرته د کرام الدین کریم د نیولو په هدف عملیاتو کړي دي،خو د ځایي خلکو له مقاومت سره مخ شوي او بېرته شاتګ ته اړ شوي دي. کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال مخکېنی رییس و چې پر مالي او اخلاقي فساد تورن دی او تر عدلي تعقیب لاندې دی چې حکومت یې د نیولو هڅې کوي. پر نوموړي ...
پاکستان پر دوو طالب مشرانو ملا عبدالغني برادر او سراج الدین حقاني دغه هیواد د سفر بندیزونه لګولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه دوه طالب مشران له دې وروسته نه شي کولای چې پاکستان ته سفر وکړي او شتمني به یې کنګل کېږي.
دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ پرېکړې له مخې ملا برادر او سراجالدین حقاني پاکستان ...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د امریکا د بنديزونو په اړه د دغه هیواد نوې طرحه نه ده منلې.
د راپورونو له مخې امریکا پر ایران د وسلو د بنديز لپاره امنیت شورا ته یو پرېکړهلیک لېږلی و او غوښتې یې و چې پر ایران د وسلو په برخه کې اوسني بندیزونه وغځېږي، خو دغه طرحې یوازې دوې مثتبې رایې لرلې او روسیې او چین ورته د رد رایه کارولې وه.
دغه راز د امریکا ...