د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د حزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره د کابل او تهران د دوه اړخیزو اړیکو او د هېواد د اوسنیو حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د مدیریت او حکومت کولو لپاره یو قوي مرکزي نظام ته اړتیا ده او نور نظامونه په ځانګړې توګه فدرالي نظام به د هېواد د نړېدو لامل شي.
حکمتیار کاپیسا کې خپل خبرو کې، اوسنۍ حکومت غیری اسلامی وبلل او وویل ترڅو چی خارجی ځواکونه په افغانستان کې وی، امنیت په هیواد کې نه تامین کیږی: ددی حکومت نوم اسلامی جمهوری ایښی دی. جمهوری اسلامی! مرګ او ننګ پر هغه چا باندی چی دا نظام جمهوری اسلامی وبولی.