د سیاسي چارو کارپوهان وايي: د افغانستان اوسنی حکومت دنده لري چې پر شیعه ګانو د برید عاملین وپیژني او د هغوی هویت په ډاګه کړي، که نه نو هیوادوال به له حکومت څخه واټن واخلي او په هیواد کې به ناامني زیاته شي.
کارپوهان وايي؛ د جمهوري ریاست د شلو کلونو په موده کې هغه کسان چې د خپل ولس او قوم د رهبرۍ دعوه یې کوله او د خپل ولس له ادرسه د دولت لوړو څوکیو ته رسېدلي وو او ډېر واکونه او اسانتیاوې یې په واک کې وې؛ خو د خپل هیواد او خلکو لپاره یې د ودانولو او تر کار لاندې کوچنی کار هم ونه کړ. له همدې امله خلک له دوی څخه لرې شوي او نور یې نه تعقیبوي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د جګړې د نړيوالو اصولو او نړيوالو قوانينو له مخې، کله چې يو هېواد د بل هېواد په خاوره کې پوځي عمليات تر سره کوي، کله چې پر هغه هېواد واقعاً بريد وشي، که يو هېواد د بل هېواد له خوا د ګواښ احساس کوي، بايد له وسيلې کار واخلي. باید په دیپلوماتیکه توګه حل شي، که نه نو پوځي عملیات د نړیوالو قوانینو خلاف دي.
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د نجونو پر مخ د تړلو له پرېکړې وروسته د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي، دا ډول پرېکړي د دې لامل کېږي چې خلک له حکومت څخه لیرې شي او پر محصلینو رواني فشارونه زیاتوي او د پوهنتونونو د استادانو اقتصادي ستونزې زیاتیږي.