د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، په دولتي ادارو کې د غرب قوانین د هېواد او د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي او د تطبیق وړ هم نه دي. دوی د هېواد پرمختګ له سوداګرۍ او صنایعو سره تړلی وباله او له سوداګرو یې وغوښتل چې له بهر څخه هېواد ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په برخه کې له کورنیو سوداګرو ...
یو شمېر هغه دولتي چارواکي چې د جمهوري ریاست پر مهال یې د غزني په ادارو کې کار يي کاوه، وايي چې تر اوسه له دندو ګوښه شوي نه دي. ښاریان هم له چارواکو غواړي چې د پخوانیو کارکونکو له تجربو څخه د چارو د سمون لپاره کار واخلي.