د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې د ایران په جنوب خراسان ولایت کښې له مختلفو تولیدي کارخانو څخه د لیدنې په ترڅ کښې د تجارتي پولو او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ایران ته سفر کړی وو وویل: اسلامي امارت له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا غوښتونکی دی او په دې باندې ویاړو چې موږ له ایران سره پوله، یوه ژبه، یو کلتور او یو دین لرو.