غلام رضا سادات – له نن نه پوره یو کال وړاندې جمهوري نظام چې د بُن د تړون او د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون پر بنسټ رامنځ ته شوی و، هغه مهال سقوط وکړ چې اشرف غني له هېواده وتښتېد او د جمهوریت له سقوط سره سم د اسلامي نظام بنسټ کېښود. امارت د تنظیمونو سره د سرپرست حکومت تر عنوان لاندې په هیواد کې حاکم شو او تر نن ورځې پورې د دې واکمنۍ یو کال تیر شو.