آوا - ورځني کتنه: له دې نه انکار نه شي کېدای چې د رسنیو پر کار محدودیتونه زیات شوي او لامل یې دا دی چې نظام نوی دی، امنیت یې نازک او زیانمن دی، د هېواد دښمنان ډېر دي او یو هم د دوی د اندیښنې وړ رسنۍ دي، چې له همدې امله د حکومت امنیتي حساسیتونه زیاتیږي او طبیعي ده چې پر رسنیو هم بندیزونه زیاتیږي.
د تېرې جمعې په ورځ (میزان ۸) له خونړۍ چاودنې وروسته کارپوهان وايي، که دا چاودنې کنټرول نه شي، د ټولو هغو کسانو پر وړاندې د خلکو کرکه راپارولی شي، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امنیت د تامین مسؤل دي او تر منځ یې واټن زیاتېږي.