د الفاروق قول اردو د سرحدي لوا د قوماندان محمد رحیم خادم په مشرۍ د دغه قول اردو د عملیاتو له مدیر او د اسلام قلعه له قوماندان سره یوه پلاوي د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحدي ساتونکو سره وکتل د سرحدی شخړو څيړني لپاره.
د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست اسلام کلا بندر ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې د هوکړې له مخې به د اسلام کلا/دوغارون پوله د راتلونکي کال د حمل میاشتې له پنځمې نېټې څخه ۲۴ ساعته پرانیستې وي.