دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 35491
نړیواله ټولنه دې خپلې مرستې د افغانستان د دولت له لارې ولګوي
ه دغه کتنه چې پرون غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د سوداګرۍ د خونې د عامل هیات رئیس قربان حقجو په دې باندې ټینګار یې وکړ چې دولت دې دکورنیو تولیداتو پراختیا، د صنعت ودې او د افغاني غالیوصادراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د سوداګرۍ د خونې رئیس او غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وړاندې د هېواد پر اقتصادي ودې باندې ټینګار وکړ.

په دغه کتنه چې پرون غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د سوداګرۍ د خونې د عامل هیات رئیس قربان حقجو په دې باندې ټینګار یې وکړ چې دولت دې دکورنیو تولیداتو پراختیا، د صنعت ودې او د افغاني غالیوصادراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي قربان حقجو وویل: له دې وړاندې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه و وځي، دولت دې له خصوصي سکټور څخه په لویو پانګو اچونو،لکه: دکانونو د راسپړلو، د کرنې میکانیزه کولو، د بندونو د جوړولو، د انرژۍ او صنایعو د تولیدولو په
برخه کې په کلکه ملاتړ وکړي او له پاکستان او منځنۍ آسیا سره دې موجودې ترانزیتي ستونزې حل کړي.

د سوداګرۍ د خونې د عامل هیات رئیس ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې مرستې دې په خپله د افغانستان د دولت له لارې ولګول شي ځکه په تیرو کلونوکې دا څـرګنده شوې ده هغه مرستې چـې د دولت له لارې لګول شوي اتیا سلنې یې د افغانستان پر اقتصاد اغیز ښندلی خو هغه مرستې چې نیغ په نیغه د نړیوالې ټولنې لخوا مصرف شوي دي د
هېواد پر اقتصاد یې شاوخوا پنځلس سلنه اغیز لرلی دی.

ښاغلي حقجو وویل: د دې لپاره چې افغانستان ډیر ژر پیاوړی او په خپلو پښو ودریږي د حکومت په دستګاه کې دې لازمې سمونې رامنځته او د فساد مخه دې ونیول شي.

همدا راز د سوداګرۍ د خونې د عامل هیات رئیس وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې د نظر د خاوندانو، حکومتي چارواکو، د نړیولو سازمانونو د استازو، د پوهنتونو د استادانو، د خصوصي سکټور او د مدني ټولنې د
غړو په ګډون یې د هېواد اقتصادي حالت په یوه غونډه کې آرزولی چې له نیکه مرغه د غونډې برخه والو په ټوله کې د افغانستان راتلونکی مثبت بللی دی.

حامدکرزي د سوداګرۍ د خونې د مشرتابه هیات د خبرو له آوریدو وروسته وویل: که څه هم د دوهم بن په نړیوال کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به په بیلابیلو برخوکې له افغانستان
سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو لازمه ده چې افغانستان د خپل اقتصادي حالت د ښه
والي لپاره پخپله لاس په کارشي او په دې اړه دولت ځینې قدمونه هم پورته کړي
دي.
جمهوررئیس، د سوداګرۍ د خونې د مشرتابه هیات وړاندیزونه مثبت وآرزول، وې ویل: په نیږدې راتلونکې کې به د صنعت کارانو دکمیټې په شمول د افغانستان د سوداګرۍ د خونې له غړو سره وګوري او د هېواد د اقتصادي حالت د ښه والي د لارو چارو په باب ورسره مشوره وکړي.    
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvxet.uqeihz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته