دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 87459
د پاکستان حکومت وايي، القاعده او طالبان پر مشرف د حملې پلان لري
تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل، القاعده او د طالبانو تحریک ممکن د دغه هیواد پر پخواني پوځي دولتمشر پروېز مشرف برید وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا خبره یوه ورځ مخکې تر دې وکړه چې ټاکل شوې مشرف د خیانت په شمول د تورونو د ځواب ویلو لپاره د سې شنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هیواد ولسمشر، صدراعظم او دفاع وزیر ته په یوه لیک کې، چې نن یې لېږلی، ویلي چې امنیتي او استخباراتي ادارې وېره لري، ترهګر ښايي پر پروېز مشرف هغسي حمله وکړي چې د پنجاب په پخواني ګورنر یې کړې وه.
د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر په ۲۰۱۱ میلادي کال په اسلام اباد کې د خپل ساتونکي له لوري وویشتل شو.
په لیک کې ویل شوي چې ممکن پر مشرف د بدرګه کوونکو ساتونکو یا د سړک د غاړې د بمي چاودنې په وسیله برید وشي.
تر دې مخکې مشرف د زړه د ناروغۍ له کبله ځان په پوځپي روغتون کې بستر کړی و او محکمې ته نه حاضرېده. حکومت او محکمې شک کاوه چې مشرف له محکمې څخه د ځان ساتلو لپاره ناروغي پلمه کړې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaoyna.49n0m1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته