دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 75297
په کابل کې (اسلام او سوله) په نوم د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس جوړېږي

تاند- په کابل کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د کنفرانس لپاره له بېلایېلو هیوادونو څخه د دیني عالمانو راتګ دوام لري.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې تراوسه پوري(نن غرمه) د پاکستان او اندونیزیا په شمول د یو شمېر اسلامي هیوادونو دیني عالمان کابل ته رارسېدلي او تمه ده چې تر ماښامه پوري به د ایران، قطر، سعودي عربستان، مصر، عراق او بنګله دېش په شمول د ۱۶ نورو هیوادونو استازي هم رارورسېږي.
په دې یوه ورځني کنفرانس کې، چې سبا /سې شنبه/ جوړېږي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ځانمرګو بریدونو او اسلامي نړۍ ته د ځینو نورو جدي ستونزو په باب خبرې کېږي.
د سولې د عالي شورا ویندوی شهزاده شاهد باختر خبري اژانس ته وویل چې دا کنفرانس د سولې د عالي شورا په نوښت د (اسلام او سوله) تر عنوان لاندې جوړېږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqinq.23nmwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته