کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې (اسلام او سوله) په نوم د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس جوړېږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 2 میزان 1392 ساعت 12:50


تاند- په کابل کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د کنفرانس لپاره له بېلایېلو هیوادونو څخه د دیني عالمانو راتګ دوام لري.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې تراوسه پوري(نن غرمه) د پاکستان او اندونیزیا په شمول د یو شمېر اسلامي هیوادونو دیني عالمان کابل ته رارسېدلي او تمه ده چې تر ماښامه پوري به د ایران، قطر، سعودي عربستان، مصر، عراق او بنګله دېش په شمول د ۱۶ نورو هیوادونو استازي هم رارورسېږي.
په دې یوه ورځني کنفرانس کې، چې سبا /سې شنبه/ جوړېږي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ځانمرګو بریدونو او اسلامي نړۍ ته د ځینو نورو جدي ستونزو په باب خبرې کېږي.
د سولې د عالي شورا ویندوی شهزاده شاهد باختر خبري اژانس ته وویل چې دا کنفرانس د سولې د عالي شورا په نوښت د (اسلام او سوله) تر عنوان لاندې جوړېږي.


د مطلب کود: 75297

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75297/په-کابل-کې-اسلام-او-سوله-نوم-د-اسلامي-نړۍ-دیني-عالمانو-کنفرانس-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com