دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 70144
پاکستان طالبانو خپل ویاند احسان الله احسان لیرې کړی
پاکستان طالبانو ویلي، خپل ویاند احسان الله احسان يې د هغو څرګندونو له امله لیرې کړی چې ویل کیږي افغان طالبان يې ناراحته کړي دي.
پاکستاني طالبانو پرون په وزیرستان قبایلي سیمه کې پر خلکو پاڼې ویشلي چې؛ پرې لیکل شوي، احسان الله احسان د دې لپاره لیرې کړای شوی چې ویلي وو افغان طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانیستل پر پاکستاني طالبانو کوم اغیز نه کوي.
د طالبانو یو قومندان شیخ مقبول اورکزۍ چې ویل کیږي له افغان طالبانو سره نږدې اړیکه لري، د پاکستاني طالبانو د نوي ویاند په توګه ټاکل شوی دی. 
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdof05.yt0zo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته