کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان طالبانو خپل ویاند احسان الله احسان لیرې کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سرطان 1392 ساعت 11:46


پاکستان طالبانو ویلي، خپل ویاند احسان الله احسان يې د هغو څرګندونو له امله لیرې کړی چې ویل کیږي افغان طالبان يې ناراحته کړي دي.
پاکستاني طالبانو پرون په وزیرستان قبایلي سیمه کې پر خلکو پاڼې ویشلي چې؛ پرې لیکل شوي، احسان الله احسان د دې لپاره لیرې کړای شوی چې ویلي وو افغان طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانیستل پر پاکستاني طالبانو کوم اغیز نه کوي.
د طالبانو یو قومندان شیخ مقبول اورکزۍ چې ویل کیږي له افغان طالبانو سره نږدې اړیکه لري، د پاکستاني طالبانو د نوي ویاند په توګه ټاکل شوی دی. 
سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 70144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/70144/پاکستان-طالبانو-خپل-ویاند-احسان-الله-لیرې-کړی

آوا
  https://www.avapress.com