دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 41369
اروپايي اتحادیه: افغانستان دې د اصلاحاتو یو لیست برابر کړي
امريکا او اروپايي هيوادونو ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان له حکومت سره تر لسو کلونو پورې پوځي او اقتصادي مرستې جاري ساتي.
اروپايي اتحاديې له افغانستان سره د اوږدې مودې په مخه د مرستو پر دوام د ټينګار تر څنګ؛ له کابله وغوښتل، چې دوی ته د اصلاحاتو ليست برابر کړي.

امريکا او اروپايي هيوادونو ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان له حکومت سره تر لسو کلونو پورې پوځي او اقتصادي مرستې جاري ساتي.

د هغې ګډې اعلاميې له مخې، چې د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړيو هيوادونو له لوري پرون خپره شوه، دې اتحاديې له افغانستانه غوښتې چې خپل مسووليتونه اجرا کړي.

اروپايي اتحاديه د فساد د مخنيوي او د بې درغليو انتخاباتو د زمينې د برابرولو غوښتونکې ده.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoeny.49n6i1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته