دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 33369
اروپايي اتحادیه خپل دیپلوماتان له کابله باسي
په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر تېر کال وروسته له دې چې پراخ شو او فرش کړای شو چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې په ماموریت کې د مامورینو او کارکوونکو شمېر زیات شو.
تاند - اروپايي اتحادیه له کابله خپل نیمايي نړیوال مامورین د خپل سفارت له نوې ودانۍ له دې کبله باسي چې دا څو ملیون پونډي ودانۍ خوندي نه ده او د ژمي په مخه کافي برېښنا او اوبه نه لري.

د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د اروپايي اتحادیې پنځه ویشت دیپلوماتان وروسته له دې له افغانستانه ایستل کېږي چې یوې مشورتي امنیتي ډلې او د ودانۍ معمارانو تشخیص کړه چې اکثره اپارتمانونه خوندي نه دي او د کابل د سخت ژمي لپاره مناسب شرایط نه لري.
د اروپايي اتحادیې د سفارت دیپلوماتان به بروکسل ته لاړ شي.

خو فرانس پریس خبري اژانس ته یوه لوېدیځ دیپلومات د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي چې په کابل کې به د اروپايي اتحادیې له ۳۵ دیپلوماتانو څخه ۲۴ بېرته بروکسل ته لاړ شي.

دغه دیپلومات همداراز ویلي چې دا کار په امنیتي ملحوظاتو کېږي.

ډیلي ټلګراف ورځپاڼې لیکلي، دا دیپلوماتان په داسي حال کې وځي چې اروپايي اتحادیه هڅه کوي چې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي حکومت ته ډاډ ورکړي چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به اروپا افغانستان ته شا وانړوي.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر تېر کال وروسته له دې چې پراخ شو او فرش کړای شو چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې په ماموریت کې د مامورینو او کارکوونکو شمېر زیات شو.

دوی ته ویل شوي چې ژر به له افغانستانه وایستل شي او ممکن څو میاشتې بېرته رانه وسال شي.

د اروپايي اتحادیې چارواکو دا خبره رد کړې چې ګني خپل مامورین په کابل کې د امنتیي اندېښنو له کبله باسي، خو مامورینو ته ویل شوي چې د ودانۍ په شاوخوا کې دېوالونو ته د شګو لویې بوجۍ اېښوول شوي دي.

امنیتي سرچینو وویل چې اروپايي اتحادیه په ځانکړي ډول وروسته له هغه اندېښمنه شوې چې په اګست کې د بریتانیا پر کلتوري مرکز یا بریټش کونسل برید وشو.

اروپايي اتحادیه دا وېره هم لري چې د تېر کال پېښه تکرار نه شي چې د برېښنا او تودو اوبو د نشتوالي له کبله مجبوره شول چې خپل مامورین د کابل سرینا هوټل ته د څو اوونیو لپاره انتقال کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9fbf.rhbf0p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته