دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۳۴
د مطلب کود : 53802
اروپايي اتحادیه افغانستان ته یو نیم ملیارد یورو مرسته ورکوي
تاند - د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال پرون وویل چې اروپايي اتحادیې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به تر ۲۰۱۷ پوري یو نیم ملیارد یورو مرسته وکړي.
اروپايي اتحادیې همداراز ژمنه کړې چې د افغانستان له حکومت سره به اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د اروپايی اتحادیې خاص استازي ویګاداس اوشاکس وویل چې اروپايي اتحادیه د افغانستان له پرمختیايي پروژو په تېره بیا د کرنې د برخې د پروژو ملاتړ ته ځان ژمن بولي.
اوشاکس همداراز وویل چې اروپايی اتحادیه د ۲۰۱۴ کال په مې کې د افغانستان د ولسمشرۍ د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو ملاتړ کوي.

ده د افغانستان له حکومت سره د یو زرو پنځه سوه ملیون یورو مرستې د قراداد لاسلیک له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د اوږدمهال ملاتړ لپاره د اروپايی اتحادیې د ژمنو نښه وبلله.

د ښاغلي اوشاکس په وینا له دې مرستې به څلوېښت ملیون یورو په افغانستان کې د حکومتدارۍ پر ښه کولو ولګېږي او شل ملیون یورو به د افغانستان د عدلي او قضايی سیستم پر ښه کولو مصرف شي.

دغه راز د اروپايي اتحادیې له مرستو څخه به شل ملیونه یورو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کېدو ته ځانګړي شي.

ډېر افغانان وايي چې د بهرنیانو مرستې په هوايی چارو، چې افغانان یې محسوسه ګټه نه ویني، لګېږي. افغانان وايي چې که څوک مرسته کوي په داسي پروژو دې یې ولګوي چې هم د دولت لپاره عواید وزېږوي او هم خلکو ته د اوږدې مودې لپاره روزګار برابر کړي.

په تېرو لسو کلونو کې پر عدلي سیستم او بشري حقونو په سلګونو ملیون ډالره لګېدلي خو په دغو برخو کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی او اکثره پیسې په بهرنیو سفرونو، ډبلو معاشونو، ورکشاپونو او په لوکسو هوټلونو کې په سمینارونو او ډوډیو لګېدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0cdt.w6dmxaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته