افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه زمرد د پنجشیر ولایت د ودانۍ په تالار کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې داوطلبۍ کې له سلو زیاتو کورنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.
دغه وزارت وايي، چې د پنجشېر د زمرد له پلور څخه د کانونو وزارت ونډه لس سلنه ده او پاتې نوره يې د کانونو کار کوونکو ته ځي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کانونو او پټروليم وزارت د پنجشېر د زمردو زرګونه کارته د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.