کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي اتحادیه: افغانستان دې د اصلاحاتو یو لیست برابر کړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 26 ثور 1391 ساعت 14:15

امريکا او اروپايي هيوادونو ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان له حکومت سره تر لسو کلونو پورې پوځي او اقتصادي مرستې جاري ساتي.


اروپايي اتحاديې له افغانستان سره د اوږدې مودې په مخه د مرستو پر دوام د ټينګار تر څنګ؛ له کابله وغوښتل، چې دوی ته د اصلاحاتو ليست برابر کړي.

امريکا او اروپايي هيوادونو ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان له حکومت سره تر لسو کلونو پورې پوځي او اقتصادي مرستې جاري ساتي.

د هغې ګډې اعلاميې له مخې، چې د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړيو هيوادونو له لوري پرون خپره شوه، دې اتحاديې له افغانستانه غوښتې چې خپل مسووليتونه اجرا کړي.

اروپايي اتحاديه د فساد د مخنيوي او د بې درغليو انتخاباتو د زمينې د برابرولو غوښتونکې ده.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 41369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41369/اروپايي-اتحادیه-افغانستان-دې-د-اصلاحاتو-یو-لیست-برابر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com