د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي، چې په هرات کې یي د طالبانو یو مهم قومندان نیولې دې.
ددې ادارې له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوې کس ملا باد شاه نومیږي، چې د طالبانو له خوا د کشک کهنه ولسوال وو.
د خبر پاڼې له مخې له نیول شوي کس نه تحقیقات دوام لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)