دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 35861
کراکر:د امنیتي مسولیتونو په اړه پر پخوانی ژمنې ولاړ یو
واشنګټن د لیزبن کانفرانس له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل ته ژمن دی چې له مخې به يې د ۲۰۱۴میلادي کال تر پایه کله چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت ساتلو جوګه شي نړېوال ځواکونه په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.
په کابل کې د امریکا سفیر وايي، هېواد يې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پورې د خپل پوځي ماموریت پای ته رسولو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پر ژمنه ولاړ دی.

د جرمني خبري اژانس د راین کروکر په حواله وايي، واشنګټن د لیزبن کانفرانس له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل ته ژمن دی چې له مخې به يې د ۲۰۱۴میلادي کال تر پایه کله چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت ساتلو جوګه شي نړېوال ځواکونه په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.

په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر زیاته کړه، هېواد يې تر هغې پورې د افغانستان په اړه ژمن دی چې ډاډمن شي افغانستان به بیا د القاعده او نورو تروریستي ډلو په ځاله نه بدلیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6ane.49nmi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته