دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 45099
کراکر: نړېواله ټولنه ژمنه ده، چې د افغانستان ملاتړ به له ۲۰۱۴ وروسته هم کوي
د اقلیتونو مشران ددې پر ځای چې کورنۍ جګړې ته چمتو شي، دېته ډیر لیواله ښکاري چې په راتلونکې حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي .
په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر راین کراکر، چې د کارموده یې پوره شوې او له دې هېواد څخه په تلو دی وايي، د دې امکان نه شته چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې دې له دې هېواد څخه د ډیرو بهرنیو سرتیرو له وتنې وروسته دلته کورنۍ جګړه پيل شي او یا دې په ناڅاپي توګه اقتصاد خراب شي.

راین کراکر وايي، نړېوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم ملاتړ ته دوام ورکوي، نوموړي ویلي ، د اقلیتونو مشران ددې پر ځای چې کورنۍ جګړې ته چمتو شي، دېته ډیر لیواله ښکاري چې په راتلونکې حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceo78e.jh8noi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته