دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 40279
کراکر: پاکستان دې د وسله والو د پټن ځایونو له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي
وروستۍ ډله ییزې حملې په میرانشا کې پلان شوې وې او حمله کوونکي یې د حقاني شبکې کسان وو.
په کابل کې د امریکا سفیر وایي، چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې ورځې ډله ییزې حملې په پاکستان کې دننه پلان شوې وې.

ریان کراکر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې وروستۍ ډله ییزې حملې په میرانشا کې پلان شوې وې او حمله کوونکي یې د حقاني شبکې کسان وو.

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم ویلي وو، چې د یکشنبې ورځې حملې د پاکستان په خاوره کې پلان شوې وې.

په کابل کې د امریکا سفیر د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې افغانستان ته د ترهګرو د راننوتو او په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjh8ex.uqeyaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته