کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کراکر: پاکستان دې د وسله والو د پټن ځایونو له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 31 حمل 1391 ساعت 15:54

وروستۍ ډله ییزې حملې په میرانشا کې پلان شوې وې او حمله کوونکي یې د حقاني شبکې کسان وو.


په کابل کې د امریکا سفیر وایي، چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې ورځې ډله ییزې حملې په پاکستان کې دننه پلان شوې وې.

ریان کراکر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې وروستۍ ډله ییزې حملې په میرانشا کې پلان شوې وې او حمله کوونکي یې د حقاني شبکې کسان وو.

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم ویلي وو، چې د یکشنبې ورځې حملې د پاکستان په خاوره کې پلان شوې وې.

په کابل کې د امریکا سفیر د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې افغانستان ته د ترهګرو د راننوتو او په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي.


د مطلب کود: 40279

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40279/کراکر-پاکستان-دې-د-وسله-والو-پټن-ځایونو-له-منځه-وړلو-لپاره-ژر-اقدام-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com