دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 40009
کراکر: په کابل کې د پرونیو بریدو په وړاندې د افغان ځواکونو عکس العمل مسلکي دی
د تازه حملو په وړاندې د افغان ځواکونو ځوابي کړن لاره د دې څرګندویه ده چې دوي کولای شي پرته د چا له مرستې د دغو شان پیښو مقابله وکړي.
په کابل کې د امریکا سفیر له سي این این تلویزون سره په خبرو کې د پرونیو حملو په وړاندې د افغان ځواکونو عکس العمل مسلکي وګڼله او ويي ویل چې دا د افغان ځواکونو د پرمختګ یوه ښکاره نښه ده.

راین کروکر ویلي، د تازه حملو په وړاندې د افغان ځواکونو ځوابي کړن لاره د دې څرګندویه ده چې دوي کولای شي پرته د چا له مرستې د دغو شان پیښو مقابله وکړي.

کراکر دغه راز زیاته کړه، چې له وخته مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د القاعده او طالبانو د بیا دعوتولو په معنی وي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaowny.49nww1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته