کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کراکر: په کابل کې د پرونیو بریدو په وړاندې د افغان ځواکونو عکس العمل مسلکي دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 حمل 1391 ساعت 15:11

د تازه حملو په وړاندې د افغان ځواکونو ځوابي کړن لاره د دې څرګندویه ده چې دوي کولای شي پرته د چا له مرستې د دغو شان پیښو مقابله وکړي.


په کابل کې د امریکا سفیر له سي این این تلویزون سره په خبرو کې د پرونیو حملو په وړاندې د افغان ځواکونو عکس العمل مسلکي وګڼله او ويي ویل چې دا د افغان ځواکونو د پرمختګ یوه ښکاره نښه ده.

راین کروکر ویلي، د تازه حملو په وړاندې د افغان ځواکونو ځوابي کړن لاره د دې څرګندویه ده چې دوي کولای شي پرته د چا له مرستې د دغو شان پیښو مقابله وکړي.

کراکر دغه راز زیاته کړه، چې له وخته مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د القاعده او طالبانو د بیا دعوتولو په معنی وي.


د مطلب کود: 40009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40009/کراکر-په-کابل-کې-د-پرونیو-بریدو-وړاندې-افغان-ځواکونو-عکس-العمل-مسلکي-دی

آوا
  https://www.avapress.com