کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کراکر: نړېواله ټولنه ژمنه ده، چې د افغانستان ملاتړ به له ۲۰۱۴ وروسته هم کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 23 سرطان 1391 ساعت 10:48

د اقلیتونو مشران ددې پر ځای چې کورنۍ جګړې ته چمتو شي، دېته ډیر لیواله ښکاري چې په راتلونکې حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي .


په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر راین کراکر، چې د کارموده یې پوره شوې او له دې هېواد څخه په تلو دی وايي، د دې امکان نه شته چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې دې له دې هېواد څخه د ډیرو بهرنیو سرتیرو له وتنې وروسته دلته کورنۍ جګړه پيل شي او یا دې په ناڅاپي توګه اقتصاد خراب شي.

راین کراکر وايي، نړېوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم ملاتړ ته دوام ورکوي، نوموړي ویلي ، د اقلیتونو مشران ددې پر ځای چې کورنۍ جګړې ته چمتو شي، دېته ډیر لیواله ښکاري چې په راتلونکې حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي .


د مطلب کود: 45099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45099/کراکر-نړېواله-ټولنه-ژمنه-ده-چې-د-افغانستان-ملاتړ-له-۲۰۱۴-وروسته-هم-کوي

آوا
  https://www.avapress.com