افغان غږ خبری آژانس: د شهاب خبري آژانس خبر ورکړی، چې یو وسله وال کس له لارۍ سره د اردن او لویدیځې غاړې له پولې الکراما ته ننوتلی او په صهیونیسټانو یې ډزې کړي دي.
صهیونیسټي رسنیو لومړی په دغو عملیاتو کښې د دریو صهیونیسټانو د ټپي کیدو خبر ورکړ خو بیا یې په رسمي توګه اعلان وکړ چې دغه درې کسان وژل شوي دي.
دصهیونیسټ رژیم پوځیانو هم د دغه عملیاتو په چلونکی ډزې وکړې او ادعا یې وکړه چې هغه یې شهید کړی دی .
د دغه راپور له مخې، لومړني معلومات ښیي چې د دغو عملیاتو مشر د اردن له خاورې څخه د غور اردن سیمې ته داخل شوی او دغه عملیات یې ترسره کړي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې د عملياتو مشر د اردن تابعيت لري.
په همدې اړه عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دې عملیاتو کې وژل شوي صهیونیسټان ټول د صهیونیسټي تجاوز سازمان امنیتي او پوځي عناصر دي.
دغو رسنیو همداراز خبر ورکړی: د اردو ځواکونه شک لری چې په عملیاتو کې کارول شوی موټر بم وچاودید.
د صهیونیسټی پوځی رېډیو هم اعلان وکړ: امنیتی ځواکونه د الکرمه په لاره کښې ټول ګاډی وڅیړی او له چلوونکو څخه یې پوښتنې وکړې.
د العربیه خبریال هم راپور ورکړی دی چې د اسرائیلو پوځ د یرکو ښار په داخلیدو کښې خنډونه رامینځته کړل او د پوځ لوی ملاتړی ځواکونه له اردن سره د شاه حسین د سرحدی پولې ته ورسیدل.
دغه خبريال د اشغالګر پوځ له خولې ليکلي: موږ اوس په دې لټه کې يو، چې د بريد کوونکي په موټر کې نور بمونه نه شته.
د العربیه خبریال هم زیاته کړه: د اسرائیلو پوځ به تر بل خبرتیا پورې د پاچا حسین لاره په بشپړه توګه وتړي. د بله پلوه د اردن د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د برید د پیښې په اړه چې د پاچا حسین پله ته څیرمه رامنځته شوې وه څیړو.
په همدې حال کې رویټرز د اردن د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې: د پاچا حسین پل د اردن له لوري تړل شوی دی. د العربیه خبریال هم تایید کړه: د اردن او لویدیځې غاړې ترمنځ د پاچا حسین پل په بشپړه توګه تړل شوی دی.
د اکتوبر په اوومه (۱۵میزان) د فلسطین د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې د لویدیځې غاړې بیلابیلې سیمې د صهیونیسټانو پرضد د عملیاتو او د صهیونیسټانو د تیریو د زیاتیدو شاهدې دي.