افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت د راپور له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۲ تنه ټپیان شوی دی.
له بلې خوا د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د دوام له امله له پرون راهسې د«النصیرات» او «البرج» په یوازې دوو سیمو کښې ۲۲ کسان شهیدان شوی دی.
اسرائیلي نیواکګرو د غزې تړانګې په شمال کې د بیت لاهیا په ښارګوټي کې د القسام جومات ته څېرمه په کورونو بمباري کړې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۳ تنه ټپیان شوي دي.