دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 296313
د پنجشېر زمرد ۲۶۰۴ قیراط وپلورل شو
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست وايي، د پنجشېر زمرد ٢٦٠٤ قيراط په ٣٣٥٥٠٠ ډالرو پلورل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د سه شنبې په ورځ وویل چې د ده ریاست د ۲۵مې ځل لپاره د زمرد ۲۶۰۴ قیراط لیلام کړی دی.
 
زمرد په ټولیز ډول په 335,500 ډالرو پلورل شوی و.
 
د پنجشېر ولايت چارواکي وايي، د کانونو او پټروليم رياست د پنجشېر له کانونو څخه د تازه استخراج شويو زمردو اته صندوقونه د پنجشير د کانونو د څارنې کمېټې او يو شمېر ډبرو سوداګرو په همکارۍ د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.
https://avapress.com/vdcjvme8tuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته