دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 296255
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره ۷۳۸ تنو ته ورسید
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګې باندې د نیواکګر پوځ د تیریو د جنګ د قربانیانو شمیر ۴۰۷۳۸ تنه شهیدان او ۹۴۱۵۴ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره ۷۳۸ او د زخمیانو شمیر ۹۴ زره ۱۵۴ تنو ته رسیدلی دی.
 
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څو حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۴۷ کسان شهیدان او ۹۴ نور ژوبل شول.
https://avapress.com/vdcenp8wnjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته