دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 296212
سږ کال تر ۱۵۰ زرو زیاتو سیلانیانو بامیان ولایت ته سفر کړی دی
د باميان د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، سږ کال څه باندې ۱۵۰ زره سيلانيانو د باميانو له لرغونو او تاريخي سيمو څخه ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: بامیان ولایت تر ټولو لرغونی اثار لری، چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال له ۱۵۰ زرو څخه زیاتو سیلانیانو د دغه ولایت له لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
 
د باميان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صفي الله نظر وويل چې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې له ١٥٠ زرو څخه زياتو سيلانيانو د دغه ولايت له سيل او لرغونو سيمو څخه ليدنه کړې ده.
 
هغه زياته کړه، چې ډېرى سيلانيانو او ليدونکو د بندامير ملي پارک څخه ليدنه کړې ده.
 
د يو شمېر سيلانيانو په وينا، د باميانو د طبيعي او لرغوني ښکلا له امله په باميانو کې د سيلانيانو لپاره اسانتياوې له نشت سره مخ دي او بايد د اسانتياوو رامنځته کولو ته پاملرنه وشي.
https://avapress.com/vdchz-nii23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته