دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 296249
په باميان کې يو تن د جعلي پيسو د کارولو په تور ونيول شو
د باميان ولايت امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت د کهمرد ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ موظفينو په دې ولسوالۍ کې يو تن د جعلي پيسو د کارولو په تور نيولى دى.
افغان غږ خبری آژانس: بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په دغه ولایت کې یو تن د جعلي پیسو د کارولو په تور نیول شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه جعل کوونکي د کهمرد ولسوالۍ د بنق کلي اوسېدونکی او هټیوال دی.
 
هغه ادعا وکړه چې د توکو د پېرلو لپاره يې پلورونکو ته ٢٥٠ زره افغانۍ ورکړې چې له دې جملې څخه ٤٠ زره افغانۍ جعلي وې.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د کهمرد ولسوالۍ د سیمه ییزو کنټرول ریاست د منسوبینو له لوري پېژندل شوی او نیول شوی دی.
https://avapress.com/vdchk-niw23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته