کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې يو تن د جعلي پيسو د کارولو په تور ونيول شو

12 سنبله 1403 ساعت 8:45

د باميان ولايت امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت د کهمرد ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ موظفينو په دې ولسوالۍ کې يو تن د جعلي پيسو د کارولو په تور نيولى دى.


آوا: بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په دغه ولایت کې یو تن د جعلي پیسو د کارولو په تور نیول شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه جعل کوونکي د کهمرد ولسوالۍ د بنق کلي اوسېدونکی او هټیوال دی.
 
هغه ادعا وکړه چې د توکو د پېرلو لپاره يې پلورونکو ته ٢٥٠ زره افغانۍ ورکړې چې له دې جملې څخه ٤٠ زره افغانۍ جعلي وې.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د کهمرد ولسوالۍ د سیمه ییزو کنټرول ریاست د منسوبینو له لوري پېژندل شوی او نیول شوی دی.


د مطلب کود: 296249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296249/په-باميان-کې-يو-تن-د-جعلي-پيسو-کارولو-تور-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com