دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 296250
د انرژۍ او اوبو وزارت د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا بند د ټرانسفارمرونو د انتقال غوښتنه کوي
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر د هند او د ګرین ایالت د برېښنا شرکت له مسوولینو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا بند د ټرانسفارمرونو د لېږد لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یوه هندي شرکت له مشر شوراب شرما او انجنیر ګل اکبر سره وکتل. 
 
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا بند د لېږد او د ترانسفرمرونو د لېږد پر څرنګوالي خبرې وشوې.
 
د خبرپاڼې له مخې، د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا بند او د هغې د ترانسفرمرونو د سپارلو لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
 
دا پروژه به له ترکمنستان څخه افغانستان ته څه باندې ۱۰۰۰ میګاواټه اضافي برېښنا ولېږدوي، چې تر یوه حده به په کابل او ۱۲ ګاونډیو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره کړي.
https://avapress.com/vdcjime8yuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته