دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 296317
چین په نړیوالو فورمونو کې د اسلامي امارت ملاتړ کوي
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل او ویې ویل چې هغه چینايي سوداګر وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په نړیوالو فورمونو کې یې د موقت حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د چین له مرستیال سفیر آی باو ژو هوی سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال له افغانستان سره د چين له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې مهمې وبللې او د لا پياوړتيا هيله يې څرګنده کړه.
 
په همدې حال کې د چین مرستیال سفیر وویل، هېواد یې غواړي چې چینايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او له افغانستان سره یې د اړیکو پیاوړتیا ارزښتناکه وبلله.
 
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې په نړيوالو فورمونو کې له اوسني افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdcdf90x5yt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته